امریکا کې د پولیسو په ډزو د یوه تورپوستي له وژلو وروسته اعتراضونه پارېدلي

د امریکا بروکلین ښار کې د پولیسو د یوه مرکز مخې ته راټول شوي اعتراض کوونکي

د امریکا په مینیاپولیس ښار کې وروسته تر دې اعتراضونه وپارېدل چې یوه پولیس افسر یو ۲۰ کلن تورپوستی امریکایي په ډزو وواژه.

د ځایي پولیسو یوې ادارې ویلي، دغه تورپوستي کس چې موټر ته ناست و پولیسو یې د ټرافیکي سرغړونې له کبله د نیولو نیت درلود.

خبرپاڼه کې راغلي، کله چې پولیس تورن کس ته نږدې شول، هغه موټر ته کېناست او د تښتېدو هڅه‌یې کوله چې همدې وخت کې پولیس ډزې پرې وکړې.

پولیسو ویلي، دغه کس له یوه بل موټر سره له ټکر مخکې د سړک د سر څو موانع هم لاندې کړې دي.

دا پېښه داسې مهال وشوه چې پرون په بروکلین ښار کې پر هغو کسانو اوښکې بهوونکی ګاز وکارول شو چې د پولیسو د یوه مرکز مخې ته راټول شوي وو.

دغه مرکز کې د هغه پولیس محاکمه روانه ده چې نږدې کال وړاندې يې د جورج فلوید په نوم یو تورپوستی د نیولو پر مهال خفک کړی و.