هشت صبح: د سولې په اړه د افغان او امریکايي چارواکو بحثونه ډېر نه رسنیز کېږي

ارشیف، ولسمشر غني له زلمي خلیلزاد سره

کابل چاپ نننیو ورځپانو له افغان چارواکو سره د زلمي خلیلزاد د کتنې، استانبول ناستې او د سولې د بهیر په وروستیو هڅو او پرمختګونو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، واک ته د جوبایډن له رسېدو وروسته د خلیلزاد تر ټولو مهم ماموریت دا دی چې افغان اړخونه په لویه غونډه کې را ټول او توافق ته یې ورسوي.

د لیکوال په باور امریکا هڅه کوله د استانبول ناسته ژر وشي چې وروستۍ نېټه د اپرېل په ۱۶مه وټاکل شوه، خو اوس داسې ښکاري چې په همدې نېټه ناسته نه کېږي، خو خلیلزاد هڅه کوي چې په چټکۍ سره د غونډې پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي او د همدې لپاره په وروستیو کې په چټکۍ سره بېلابېل پټ او ښکاره سفرونه کوي.

په سرمقاله کې راغلي، د ترکیې د غونډې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دا دی چې طالبان وايي، امریکا باید د دوحې د هوکړې پر اساس له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي، د بهرنیو ځواکونو وتل، له تور لېسته د طالب مشرانو ايستل او د پاتې طالب بندیانو خوشې کول، د دغو ژمنو اساسي برخې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا لیکلي، تر اوسه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو خبره وروستۍ شوې نه ده، امریکا د دوحې د تړون ارزونه نه ده اعلان کړې، د امریکايي ځواکونو وتلو پر سر د امریکا او طالبانو پټې خبرې تراوسه روښانه نه دي، خو یو څه چې روښانه دي هغه دا چې امریکایان وايي، د مې تر میاشتې خپل ځواکونه له افغانستانه نه شي ایستلای.

په سرمقاله کې راغلي، طالبان د دوحې تړون په پلي کېدو ټینګار کوي او وايي،که بهرني ځواکونه په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي یو ځل به بیا په جګړو لاس پورې کړي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې تر اوسه د استانبول ناستې ته د افغان حکومت واحده طرحه نه ده بشپړه شوې، طالبانو تر اوسه د استانبول په ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې او هم د دې ناستې نېټه لا بشپړه روښانه نه ده.

هشت صبح لیکلي، د سولې په اړه د افغان او امریکايي چارواکو بحثونه ډېر نه رسنیز کېږي، یوازې افغان چارواکي له بحثونو وروسته تکراري او کم اهمیت معلومات ولس ته ورکوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، ټولو ته په کتو افغانان چندیانې د سولې روانو هڅو ته خوشبین نه دي او د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دي، نو په کار ده چې د مسوولیت له مخې افغان چارواکي د سولې وروستیو پرمختګونو او پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه ولس ته بشپړ معلومات ورکړي.

  • اطلاعات روز

او په پای کې اطلاعات روز لیکلي، د څو لسیزې جګړو او د دوو لسیزې ډموګراسۍ تجربو ته په کتو اوس د ډموکراسۍ نوې بڼه ته اړتیا ده، څو افغانستان له کړکېچ را ووځي.

ورځپاڼه لیکلي، له ډموکراسۍ سره مو جفا وشوه، څه ډول چې لازمه وه ورنه د سولې ته د رسېدو لپاره ګټه وانه خېستل شوه، د غوښتنو لپاره مظاهره چیان په مرمیو وویشتل شول.

ورځپاڼه ټینګار کوي چې سیاستوال، ډموکراټیک بنسټونه باید د خلکو پر وړاندې ځواب ورکوونکي او مسؤلیت مننونکي اووسي.