بشري حقونو کمېسیون: د خوست صبریو کې افغان سرتیرو ۲ تنه وژلي

ارشیف

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی موندنې ښيي چې د خوست په صبرۍ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د هاوان مرمۍ یوه ښځه او یو ماشوم وژلي دي.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ پرون شنبه (د وري ۲۱مه) رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، دغه پېښه کې چې د وري پر اوومه شوې، شپږ نور کسان ټپیان شوي.

دی وايي: "دواړه خواوې باید دافغانانو غوښتنې ومني او اوربند وکړي، له بلې خوا له افغان دولت نه مو غوښتنه دا ده چې په حقیقت موندنه، د عدالت په تامین او خلکو په ساتنه کې مخکښ شي او دې برخه کې مسولانه چلند وکړي."

په خوست کې امنیتي ځواکونو د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د مارچ له ۱۸مې تر ۲۹مې یې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړی و.

بل خوا د ملي امنیت عمومي ریاست تېره اوونۍ ویلي وو چې د خوست په صبریو، باک او ځاځي میدان ولسواليیو په عملیاتو کې د حقاني شبکې ځینې غړي وژل شوي دي.