هرات چارواکي: د ګاز په تأسیساتو کې لګېدلی اور مړ شوی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هرات ولایت کې د هرات- تورغونډۍ د لویې لارې په اوږدو د ګاز په تأسیساتو کې لګېدلی اور مړ شوی دی.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دې اور پېښه کې یو تن برسېرن ټپي شوی دی.

د هرات د برېښنا شرکت د رسنیو مسوولې زینب محسني وویل چې د اور پېښې له کبله د ښار په ځنیو سیمو کې برېښنا قطع شوې وه.

تر دې مخکې د هرات په اسلام کلا بندر کې د اور د لګېدو په پېښه کې سلګونه موټر وسوځېدل.