د یونان په پلازمېنه اتن کې د جنایي پېښو یو خبریال په ډزو وژل شوی.
دا د اروپايي ټولنې په یوه غړي هېواد کې د یوه خبریال د وژنې نادره پېښه ده.
پولیس او سیمه ییزې رسنۍ وايي، د سټار ټلوېزیون خبریال ګیورګوس کارایواز Giorgos Karaivaz چې یو خبري بلاګ یې هم درلود پرون د اپرېل په نهمه د خپل کور د مخې پر سړک د دوو موټر سایکل سپرو په ډزو ووژل شو.
د یوې سیمه ییزې ورځپاڼې د راپور له مخې ګاونډیانو د ډزو غږ نه دی اورېدلی، نو ښايي نوموړی د بې غږه تومانچې په وسیله وژل شوی وي.
د دې قتل د احتمالي عواملو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د ده پر بلاګ په یو بیان کې ویل شوي چې کارایواز د خپل کار په خاطر په نښه شوی دی.