د امرالله صالح دفتر:کابل کې د داعش ډلې مشر ونیول شو

غلام ناصر الخراساني

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د ملي امنیت د ځواکونو له خوا په پلازمېنه کابل کې د داعش ډلې د مشر د نیولو خبر ورکوي.

د امرالله صالح دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې شېبه مخکې خپره شوه ویلي دي چې غلام ناصر الخراساني په کابل کې ښار کې په لسګونه تروریستي حملو، وژنو او اختطافونو کې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې نوموړی د داعشي طالبانو د تروریستي ډلې مشر بلل شوی.

د خبرپاڼې له مخې الخراساني د کابل له لویدیځ څخه د یوه ۱۴ کلن هلک په تښتولو کې هم لاس درلود.