برېښنا شرکت: د کابل ښاریانو د برېښنا د لګښت بېلونه یو میاشتني شول

ارشیف

د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د کابل د اوسېدونکو د لګښت بېلونه یې له دوه میاشتني سیستم نه یوې میاشتې ته واړول.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل چې دا ګام یې د خلکو له پرله پسې غوښتنې وروسته اوچت کړی دی او په خبره یې د ۱۴۰۰ کال له پيله دا چاره د تطبیق وړ ده: "د کال له پیله به دا د کابل په رهایشي سیمو کې تطبیق کړای شي او په نژدې راتلونکې کې به نورو غټو ولایتونو ته هم وغځیږي. له اقتصادي لحاظه دا به مشترکینو ته د بل په لګښت کې پنځوس فیصده کمښت راولي."

د پلازمېنې کابل او شااوخوا ولایتونو برېښنا تر ډېره د افغانستان له دوو شمالي ګاونډیو ازبېکستان او تاجېکستان څخه واردېږي چې وخت نا وخت یې خلک د پرچاوۍ په اړه هم شکایتونه کوي.