منظور پشتين: د علي وزیر په شمول د غورځنګ ټول غړي دې ژر تر ژره خوشې شي

منظور پشتین د جنوبي وزیرستان په واڼا کې يوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د علي وزیر په شمول د غورځنګ د ټولو نیول شويو غړو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

نوموړي نن د جنوبي وزیرستان په واڼا کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې دا خبره وکړه.

یاد کسان څو ورځې مخکې حکومت نیولي دي.

منظور پشتين په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د تجارت په هدف د پولې خلاصولو، د سیمې څخه د ماينونو پاکولو او پښتون ولس ته د حقونو ورکولو غوښتنې بیا تکرار کړې.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي ويلي چې د دې غونډې د امنيت لپاره‌يې څه باندې ۲۰۰ پوليس ځای پر ځای کړي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ مياشت کې جوړ شوی او دوی د خلکو د جبري لادرکه کولو او وژنو د درولو، له قبايلي سيمو څخه د ماينونو پاکولو او هلته د امنيت د راوستلو په ګډون يو شمېر نورې غوښتنې لري.