د انګلستان د ملکې مېړه شهزاده فیلیپ مړ شو

د انګلستان د ملکې مېړه شهزاده فیلیپ

د انګلستان د ملکې الیزابت مېړه شهزاده فیلیپ نن د ۹۹ کلونو په عمر مړ شو.

د بکنګهام ماڼۍ نن په یوې اعلامیه کې راغلي چې ملکې الیزابت د خپل مېړه د مړینې اعلان وکړ.

نوموړي د روان کال په سر کې د زړه عملیات لپاره د یوه انفېکشن/مکروب د درملنې لپاره څلور اوونۍ په روغتون کې تېرې کړې وې، خو د مارچ په لومړیو کې بېرته ویندسور ماڼۍ ته ستون شو.

شهزاده فیلیپ نږدې اووه لسیزې د بریتانیا په سلطنتي کورنۍ کې د ملکې الیزابت ترڅنګ یو مخکښ رول لوبولی دی.