د افغان سولې بهیر کې د ښځو پر بشپړې ونډې د ځینو بهرنیو ډيپلوماتانو ټینګار

ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې

په کابل کې ځینو بهرنیو ډیپلوماټانو ویلي د ښځو له بشپړې او مؤثرې ونډې پرته به تل‌پاتې سیاسي جوړجاړی او د افغانستان بیارغونه ناشونې وي.

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن د دغو ډیپلوماټانو ګډه اعلامیه په خپل ټوېټر خپره کړې ده.

په کابل کې د امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، بریتانیا، اسټرالیا، ډنمارک، هالنډ او ترکیې له سفیرانو او استازو جوړه دا ډله له افغان ښځو د کابل مېشتو سفیرانو د ملاتړ ګروپ نومېږي.

د دې ګروپ په اعلامیه کې راغلي د سولې مذاکرات په حساس پړاو کې دي، نو ټولې خواوې باید د تصمیم نیونې په بهیرونو کې ښځو ته د مستقیم غړیتوب او سلا مشورو زمینه برابره کړي.

له دې مخکې د بشري حقونو د څار نړیول سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي و چې د افغان سولې په پروسه کې د ښځو د لا زیاتې ونډې لپاره هڅه وکړي.

بهرنیو ډیپلوماټانو داسې وخت د افغان سولې په پروسه کې د ښځو لا زیات ګډون غوښتی چې له دې مخکې د افغانستان د سولې په مذاکراتي ټیم او د مسکو په غونډو کې ښځو ته په لږه ونډه نیوکې شوي.