اذربایجان له ترکیې سره ګډ دوه ورځني پوځي تطبیقات پیل کړي دي. اذري چارواکو ویلي چې د دې تطبیقاتو هدف د دواړو هېوادونو د وسلهوالو ځواکونو ترمنځ د تماسونو پیاوړي کول دي.
د اذربایجان د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې هدف د پوځي پرېکړو په برخه کې د وړتیا لوړول او د جګړې د ډګر د قوماندانانو د نوښت او ادارې د مسلکي وړتیاوو لوړول دي.
ترکیې د دې پوځي تطبیقاتو په اړه تبصره نهده کړې.
دا پوځي تمرینونه چې پرون اعلان شول، نږدې پنځه میاشتې وروسته له هغه پیلېږي چې اذربایجان له ارمنستان سره د نګورنو قرهباغ د لانجمنې سیمې پر سر په لنډه جګړه کې بریالی شو.
په دې جګړه کې له شپږ زرو زیات کسان ووژل شول.