د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پیل شو

د افغانستان په لوړو زده‌کړو وزارت کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پيل

په داسې حال کې چې په نړۍ او سیمه کې د کرونا یوې بلې څپې زور اخیستی، د افغانستان په لوړو زده‌کړو وزارت کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پيل شو.

د کمپاین په لومړۍ ورځ (پنجشنبه) د لوړو زده‌کړو وزیر او د مرستیالانو په ګډون‌یې د دغه وزارت رهبرۍ ته کرونا واکسین تطبیق شو.

د لوړو زده‌کړو وزیر عباس بصیر وايي چې لومړی به د وزارت رهبري، ورپسې په مرکز کابل کې د پوهنتون استادان او بیا محصلینو ته دغه واکسین ورکړل شي او بیا به‌یې لړۍ ولایتونو ته هم وغځول شي.

ښاغلي بصیر هیله وښوده چې د کرونا واکسین به د لوړو زده‌کړو په نظام کې ټولنیز خوندیتوب سره مرسته وکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت کې کرونا ضد واکسین داسې مهال پیلېږي چې تېر کال د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف د افغانستان ټول پوهنتونونه او تحصیلي نظام رخصت شوی و.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت بیا وايي چې په ۳۴ ولایتونو کې په بېلابېلو برخو او کټه‌ګوریو کې د واکسین کمپاین روان دی او د واکسین له پيل راهیسې له یو لک زیات کسان واکسین شوي دي.

د دغه وزارت وروستۍ شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۶ کسان په کرونا اخته شوي چې له امله‌یې ۵ تنه مړه شوي دي او له دې سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۷،۰۱۹ تنو او د مړو شمېر ۲،۵۴۲ تنو ته ورسېد.