جرمني ۲۰ پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه کړل

ارشیف، د کابل په هوايي ډګر کې یو ستون شوی افغان پناه غوښتونکی

جرمني پرون چهارشنبه(د وري ۱۸مه) ۲۰ تنه نور افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ولېږل.

د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د راپور له مخې، دا افغانان پرون چهارشنبه د سهار په ۶ بجو او ۴۰ دقیقو کابل ته ورسېدل.

دا د ۲۰۱۶ میلادي کال له دسمبره له جرمني څخه خپل هېواد ته د ستنول شوېو افغانانو ۳۸ مه جوپه ده.

تراوسه پورې یو زرو ۳۵ تنه هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استول شوي چې د جرمني د چارواکو په وینا د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.