کندهار کې د اوړو د تولید یوه کارخونه جوړه شوه

کندهار کې د اوړو د تولید کارخونه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په کندهار ولایت کې د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوړو د تولید یوه کارخونه جوړه شوه.

د دې وزارت ویاند فواد احمدي نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه کارخونه چې په ۱۳۹۷ کې جوړه شوې وه، خو د ځينو ستونزو له امله یې کار پڅ روان و.

ښاغلی احمدي وايي، د سوداګرۍ وزارت په همکارۍ سره دغه کارخونه اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰ تنه اوړو د تولید توان لري.

هغه وايي، د دې کارخونې په فعالیت سره شااوخوا ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابر شوې.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې دغه د اوړو د تولید کارخونه په اوس وخت کې د کندهار ولایت سربیره یو شمېر نورو ولایتونو ته هم صادرات پیل کړي.