بریتانيا: اسټرازینیکا دې تر ۳۰ کلونو کم عمره لویانو ته نه ورکول کېږي

اسټرازینیکا واکسین

بریتانوي چارواکو سپارښتنه کړې چې د کووېډ- ۱۹ ضد اسټرازینیکا واکسین دې تر ۳۰ کلونو کم عمره لویانو ته نه ورکول کېږي، ځکه شواهدو ښودلې چې ښایي د دغه واکسین ډوز د وینې له غوټه کېدو سره تړاو ولري.

د غه سپارښتنه داسې مهال کېږي چې د اروپایي ټولنې د درملو د تنظیم ادارې وویل چې د وینې د غوټې کېدو ډېرې نادرې پېښې ښایي د اسټرازینیکا له جانبي عوارضو څخه وي خو دې ادارې بیا هم ټینګار وکړ چې د دغه واکسین ګټې د هغه له خطرونو زیاتې دي.

یو شمېر هېوادونو خپلو ځوانو وګړو ته د دغه واکسین کارول تېره میاشت د لنډې مودې لپاره وروسته له هغې وځنډول چې په یو شمېر سیمو کې د وینې د غوټه کېدو پېښې ثبت شوي.

وروسته له هغې چې د هغو ۱۹ کسانو چې د اسټرازینیکا واکسین ورته لګول شوی و، د مړینې راپورونه خپاره شول، بریتانیا وویل، نور به تر ډېره دغه واکسین له ۳۰ کلونو کم عمره لویانو ته ورنه کړي بلکه هغوی به بل بدیل واکسین ترلاسه کړي.