نن د پاکستان د ولسي جرګې مشر کابل ته راځي

د پاکستان د ولسي جرګې مشر اسد قیصر

تمه ده نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) د پاکستان د ولسي جرګې مشر اسد قیصر د یوه شپاړلس کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

نوموړی به له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هیله ښودلې چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي.

د افغانستان ولسي جرګې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا سفر د افغانستان د ولسي جرګې په رسمي بلنه ترسره کېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې د مشر مېر رحمن رحماني په ګډون یو شمېر افغان لوړ پوړو چارواکو دې وروستیو کې پاکستان ته سفرونه کړي دي.