جرمني د کرونا وبا له کبله د بودجې تر ټولو له ستر کسر سره مخ شوی

جرمني کې د کرونا وبا له امله د لګول شویو محدودیتونو له کبله د حکومت ضد اعتراضونه

د جرمني د احصائیو مرکز وايي، دا هېواد د کرونا وبا له کبله په تېرو ۳۰ کلونو کې د بودجې تر ټولو له ستر کسر سره مخامخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۱ م کال کې د جرمني د عمومي بودجې کسر نږدې ۲۲۵ ملیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

دا د ختیځ او لوېدیځ جرمنیانو له یوځای کېدو راوروسته د جرمني په تاریخ کې د بودجې تر ټولو زیات کسر دی.