جلال‌اباد ښار کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۸ نور ژوبل دي

ارشیف، جلال‌اباد ښار کې د یوې چاودنې سیمه

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ماین چاودنې په نتیجه کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد روښان د دې پېښې په اړه وویل: "۲ تنه وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي. په ټپیانو کې د ۴ تنو حالت نازک دی."

روښان تور ولګاوه چې پوره شواهد لري چې دا برید طالبانو کړی دی.

طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو په وروستیو کې دا ډله د بریدونو مسؤلیت په غاړه نه‌اخلي او د یو شمېر هدفي بریدونو تور یې رد کړی دی.