په افغانستان کې د هدف وژنې دوام. د پلازمېنې کابل د چهارشنبې سهار هم له یوې هدفي وژنې سره پیل شو.
د مرکزي احصایې د خدماتو رئیس محمد اسماعیل سهاک نن چهارشنبه (د وري ۱۸مه) سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د پغمان په قلعه وزير سیمه کې کله چې له کوره د دندې په لور روان و، د نا پېژندو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د کابل د امنيه قومدانۍ وياند فردوس فرامرز وايي: "نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې بجې د پغمان والسوالۍ د تیلو ټانګ شا ته د قلعه وزیر سیمه کې. د اسماعیل په نوم یو کس د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی، پېښه د کابل د امنیتي ګډ ټیم تر څېړونو لاندې ده."
په دې اړه نور: نامعلومو وسله والو کابل کې د احصایې د ملي ادارې د خدماتو رئيس وواژهد ملي احصایې او معلوماتو ادارې هم ازادي راډیو ته ومنله چې ښاغلی سهاک نن سهار وژل شوی دی.
په افغانستان د هدفي وژنو د دغو اندېښنو په اوج کې تازه د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د ۱۱ تنو ترهګرو د نیولو خبره کړې ده.
ښاغلي صالح نن چهارشنبه سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا د طالبانو د ډلې غړي دي او په خبره یې په بېلابېلو هدف وژنو او پېښو او ان د طلوع نیوز ټلوېزیون پخواني ژورنالېست یما سیاووش په وژلو کې یې هم لاس درلود.
د نوموړي په خبره، لسګونه مقناطیسې بمونه د دغو نیول شوېو کسانو له استوګن ځایونو تر لاسه شوي دي.
خو طالبان بیا د ښاغلي صالح دا خبرې ردوي او بې بنسټه یې بولي.
په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته لیکي چې "بې ځایه او بې بنسټه تورنه کوم درد نه دوا کوي."
د ښاغلي محمد نعیم په خبره، دوی (حکومت)مخکې هم ټینګار کړی چې پر کابل پوهنتون د حملې مسوولین همدا ډله (طالبان) دي چې بالاخره حقیقت څرګند شو چې هغه کسان څوک وو؟
که څه هم پر کابل پوهنتون د حملې پړه داعش منلې وه، خو افغان حکومت د یادې حملې مسوول بيا طالبان بولي، هغه څه چې طالبانو رد کړي دي.
د۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې پر ۱۲ مه نېټه یو شمېر ترهګر کابل پوهنتون ته ننوتل او د دغه پوهنتون محصلین او ځینې کار کوونکي یې ووژل.
دغې نښتې شپږ ساعته دوام وکړ او بالاخره د ترهګرو په وژلو پای ته ورسېده.
په دغه حمله کې ۲۲کسان ووژل شول او تر۴۰نور ټپیان شول.

پر کابل پوهنتون د حملې پړه داعش منلې وه، خو افغان حکومت د یادې حملې مسوول بيا طالبان بولي
دغې حملې زیات غبرګونونه پارولي وو.
تردې حملې وروسته هم تاوتریخوالی ختم نه شو بلکې ورځ بلې ته هدف وژنې او د مقناطیسي ماینونو چاودنې د هم له خلکو ژوند اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې د مقناطیسي ماینونو اېښودل او هدفي وژنو زیاتې شوي دي.
دغه هدفي وژنې د ډېرو خلکو د اندېښنو په ځانګړي توګه د هېواد د پېژندل شوېو څېرو، مدني فعالانو او خبریالانو د بې ځایه کېدو لامل شوي دي.
خو اوس چې د سولې لپاره د ترکیې ناسته را روانه ده هیله مندۍ شته چې د دغې ناستې په کېدو به تاوتریخوالی کم شي.