افغان حکومت نن "د سولې د لارې نقشه" خپروي

ارګ ماڼۍ

افغان حکومت نن "د سولې د لار نقشه" چې د دې پروسې د بریا او د امریکا له‌خوا د وړاندیز شوې طرحې بدیل یې بولي، خپروي.

د دې تګ‌لارې یوه بنسټیزه موضوع تل‌پاتې اوربند او د تاوتریخوالی پای دی.

که څه هم په دې اړه د جمهور رئیس غني بشپړه وینا نن چهارشنبه (د وري ۱۸مه) ماښام خپرېږي، خو ارګ په خپله رسمي فېسبوک‌‌پاڼه د دې بحث یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې په کې ښاغلی غني، د سولې خبرو بریا په تل‌پاتې اوربند کې نغښتې بولي.

دی وايي: "په بنسټیز ډول د ۴۲ کلن تاوتریخوالي پای زموږ اساسي موخه ده، نه داسې سوله چې د یوې بلې جګړې پیل وي. دوی بې‌ځایه له اوربند وېرېږي او فکر کوي که اوربند یې وکړ، زموږ ټولنه به یې رد کړي."

د افغان حکومت "د سولې د لار نقشه" درې بنسټیز موضوعات لري چې اوربند، د سولې حکومت او ټاکنې رانغاړي.

جمهور رئیس غني داسې مهال د تاوتریخوالي په پای او اوربند ټینګار کوي چې امریکا هم وايي، د سولې خبرو د بریا لپاره اساسي بحث اوربند دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سولې لپاره د دوی ځانګړی استازی د همدې موخې تر لاسه کولو او د یوې سیاسي هوکړې له لارې اوربند ته د رسېدو لپاره له افغان مرکچي او طالب پلاویو سره په خبرو بوخت دی.

د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون سې شنبه (د وري ۱۷مه) رسنیو ته ویلي، تاوتریخوالی د منلو نه دی او دوی په ځلونو له طالبانو غوښتي چې جګړه ودروي.

د ښاغلي پرایس له قوله، زلمی خلیل‌زاد له نړیوالې ټولنې سره یوځای چې د افغانستان د سولې بهیر کې ښکېل دې کار کوي چې څه ډول وشي کولای دواړه لوريو سره دې موخې ته د چټک رسېدو په برخه کې مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مرکچي پلاوي یو غړی د خپل نوم او غږ نه خپرېدو په شرط وايي، له زلمي خلیل‌زاد سره د دوی لیدنه اوږده وه او په کې په بېلابېلو موضوعاتو لکه اوربند، راتلونکی نظام، د افغانانو غوښتنې او له ټولو ازادیو څخه په ملاتړ بحث وشو.

اوربند او د تاوتریخوالی پای هغه ټکی چې د جنوري له شپږمې تر نننه یې افغان مرکچي پلاوی د اجنډا د یوې اساسي موضوع په توګه له طالبانو سره تر بحث لاندې نیسي، خو د درې میاشتو له تېرېدو وروسته یې هم دې بحثونو پایله نه ده ورکړې.

خو هغه چې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه اندېښنه زیاتوي، د مې له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو پاتې کېدل دي.

طالبانو په دې اړه لا وړاندې ګواښ کړی او ویلي یې دي، که د دوحې د هوکړې پر بنسټ، بهرني عسکر له افغانستان و نه وځي، د جګړې د زیاتېدو او ناوړه پایلو مسوولیت به د دې تړون څخه د سر غړونکو پر غاړه وي.

خو امریکا وايي، په دې اړه لا هم مشوره کوي او د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل، له لوژستیکي اړخه ستونزمن دي.

جوبایډن وايي د مهالوېش له مخې د مې تر لومړۍ نېټې، د ټولو عسکرو وتل له لوژستیکي اړخه ستونزمن دي

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین پساکي پرون رسنیو ته وویل: "لومړی دا کومه ټاکل شوې نېټه نه ده، خو جمهور رئیس ویلي چې د مهالوېش له مخې د مې تر لومړۍ نېټې، د ټولو عسکرو وتل له لوژستیکي اړخه ستونزمن دي. هغه همدا ډول په تېرو لسیزو کې هر وخت د افغانستان د جګړې په اړه نظر ورکړی، ان هغه مهال چې مرستیال جمهور رئیس و او د دولت له نورو چارواکو سره همغږی نه و. له همدې کبله خلک باید د هغو د ژمنو په اړه ډاډه و اوسي، خو دا پرېکړه هم مهمه ده، هغه پرېکړه چې باید له خپلو متحدانو او همدا ډول د ملي امنیت له ټیم سره په مشوره وشي او د دې کار وخت ته اړتیا ده."

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه د افغانستان د سولې په اړه د ترکیې راروانه ناسته یو ښه فرصت بولي او ټینګار کوي چې له دغې ناستې باید ښه استقاده وشي.

د چهارشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې د دغې جرګې رئیس او یو شمېر غړو وویل چې په دغه غونډه کې ګډون کوونکي، د دولت پلاوی او سیاسي څېرې باید د نظر یووالی ولري.

د سولې روانې خبرې او د جګړې دوام، دوه متضاد مسایل دي چې د دې بهیر د بریا په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي.

افغان حکومت وايي، که اوربند وشي، د سولې خبرې به په معنا لرونکي او بري‌مند ډول مخ‌ته ولاړې شي، خو طالبان بیا وايي، جګړه یې ډېره کمه کړې او په دې اړه بحث د افغانانو خپل‌منځي موضوع بولي.

خو افغان مرکچي پلاوی بیا وايي، دوی په ځلونو له طالبانو سره پر دې موضوع بحث ته چمتوالی ښودلی، خو دا ډله نه ده حاضره شوې.