تېرکال له هراته د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي بهر صادر شوي

په هرات کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مسوولان وايي، تېرکال له دې ولایته د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي بهر ته صادر شوي دي.

د دوی په وینا په دغو بوټو کې ډېره برخه یې زیره او کرابیه وه.

افغانستان ډول ډول طبي بوټي لري او هند د افغانستان د طبي بوټو یو مهم واردوونکی هېواد دی.