امریکا: ایران سره د اټمي پروګرام په اړه غیر مستقیمې خبرې رغنده وې

د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس

امریکا د ایران د اټمي پروګرام په اړه له دغه هېواد سره غیر مستقیمې خبرې رغنده او یو مخ پر وړاندې ګام وبللې.

د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس پرون سې شنبه(د وري ۱۷مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، له ایران سره په ویانا کې د دغه هېواد پر اټمي پروګرام د خبرو لومړی پړاو رغنده و چې هرکلی یې کوي.

ده دا هم وویل چې دغو خبرو کې به د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي موافقه کې پر خپلو ژمنو د عمل کولو لپاره د ایران چمتووالی څرګند شي او دا به هم معلومه شي چې امریکا دې موافقې ته د بېرته راستنېدو لپاره باید څه اقدامات وکړي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په عین حال کې وویل چې حاضردمه د هېڅ فوري پرمختګ اټکل نه شي کولی ځکه چې لا ډېر سخت بحثونه یې پر وړاندې شته.