هند کې د افغان زعفرانو د ودې او پراختیا په هدف ناسته جوړه شوې

ارشیف، د کندز زعفران

د هند په ممبي کې د افغانستان د جنرال قونسل او امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې ‎‎(USAID) په ابتکار د افغانستان د زعفرانو د ودې او پراختیا په هدف نن چهارشنبه (د وري ۱۸مه) یوه ورځنۍ ناسته جوړه شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند ازادي راډیو ته وویل، دغه ناسته کې چې په انلاین ډول ترسره شوه، په کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر شفیق الله عطایي د زعفرانو په ارزښت خبرې وکړې.

د یادې ناستې ترڅنګ د افغانستان د زعفرانو یو درې ورځنی نندارتون هم جوړ شوی چې د هند او افغانستان څه باندې۸۰ شرکتونو ګډون کړی وو.

ښاغلی مومند وایي، دا ډول نندارتونونه د افغان سوداګرو په ځانګړي ډول زعفران شرکتونو ته د بازار موندنې ښه چانس دی.

په دې ناسته کې ښاغلي عطایي ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی، څو د هېواد سوداګریزې چارې په ځانګړي توګه د زعفرانو صادرات زیات شي.