د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پروستات عملیاتو له کبله په روغتون کې بستر شوی دی.
نومړي پرون ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د سردار محمد داودخان په روغتون کې یې دا عملیات په کامیابۍ سره ترسره شوي.
د ارګ سرچینو د ښاغلي غني د بستر انځور خپور کړی چې په ظاهره له عملیاتو وروسته د همدې روغتون په کټ ناست دی او مطالعه کوي.
محمد اشرف غني د دغه روغتون چې په څلور سوه بستریز هم مشهور دی، د ډاکټرانو وړتیا ستایلې ده.