د فواېد عامې وزارت ۱۶۸ کسان له دندو ګوښه کړل

ارشیف

د افغانستان فواېد عامې وزارت په لسګونو مامورین برطرفه کړي دي.

د د وزارت مرستیال ویاند اشرف حق شناس پرون سې شنبه (د وري ۱۷مه) ازادي راډیو ته وویل: "د ټرانسپورټي، بار وړونکو او موټر چلوونکو اتحادیو د بیا-بیا شکایتونو له امله، د اصلاحاتو د راوړلو او له فساد سره د مبارزې په خاطر فواید عامې وزارت د حقیقت موندنې یو پلاوی وګماره چې د دې پلاوي له ارزونې وروسته یوسل او اته شپیته کسان له دندو ګوښه شول."

دا برطرفه شوي کسان په رشوت تورن شوي، همدا راز پر دوی تور پورې شوی دی چې هغو موټرو ته به یې اجازه ورکوله چې تر حد زیات بار به یې ووړ چې دا کار د ځینو لویو لارو د خرابېدو لامل شوی دی.