اروپايي ټولنه افغانستان سره نږدې ۳ میلیونه یورو مرسته کوي

ارشیف، د افغانستان او اروپايي ټولنې ګډ بیرغونه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په هدف د نږدې درېيو میلیونو یورو مرسته اعلان کړه.

په کابل کې د دې ټولنې د استازولۍ دفتر نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا ۲ میلیون او نهه لکه یورو مرسته د پورونو د کمېدو په هدف شوي، څو د پایداره پرمختګ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان لاس نیوی وشي.

د اروپايي ټولنې د استازولۍ د شارژدافیر ارنوټ پاوېلس په حواله راغلي، نننۍ مرسته د افغانستان لپاره یو ښه زیری دی ځکه د کووېډ- ۱۹ ناورین په منځ کې به د ټولنیزو، روغتیايي او اقتصادي لګښتونو د پوره کولو په برخه کې اغېزمنه تمامه شي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي کووېډ-۱۹ د نړۍ ګڼ هېوادونه چې افغانستان هم په کې شامل دی پوروړي کړي دي.

د دې ټولنې په اعلامیه کې راغلي سره له دې چې افغانستان ډېر پوروړی نه دی، خو د کرونا له امله مخ په ځوړ عواید د زیانمنتیا کچه پورته وړې ده.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې همدا راز د هغو ۱۴۷ میلیونو یورو مرستې یادونه هم شوې چې د دې ټولنې له خوا د کرونا وبا د اقتصادي زیانونو د کنټرول لپاره افغانستان ته ورکړل شوي دي.