يوې انګلیسۍ ښځې د دریو اوونیو په توپیر حاملګۍ سره غبرګولي ماشومان راوړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

يوې انګلیسۍ ښځې چې د درېیو اوونیو په توپیر دوه واره حامله شوې وه، غبرګ ماشومان زېږولي.

۳۹ کلنې رېبېکا رابرټز پر انسټاګرام پاڼې د خپلو ماشومانو په اړه معلومات ورکړي چې د ګڼو خلکو او رسنيو پام يې جلب کړى دى.

هغې ويلي، کله د حاملګۍ په دوو لومړنيو معاينو 'سونوګرافي' کې يو ماشوم ښکارېده، خو په دولسمه اوونۍ کې ورته وويل شول چې دوه ماشومان لري: "زه رېبېکا یم. د نوحا او روزلي مور یم. دلته راغلې یم چې د مضاعفې یا دوه واري حاملګۍ په اړه وغږېږم ځکه خلکو رانه پوښتنې کولې. زه حامله شوم په داسې حال کې چې وار دمخه مې یو بل ماشوم په نس و. مضاعفه حاملګي هغه حالت ته وايي چې یوه ښځه داسې حال کې چې حامله وي بیا حامله شي."

مضاعفه حاملګي په ژویو کې کله ناکله رامنځته کېږي، خو په انسانانو کې ډېره نادره ګڼل کېږي.

رېبېکا هره ورځ د خپلو دوو ماشومانو نوحا او روزلي عکسونه په انسټاګرام خپروي او وايي چې دواړه یې کامله روغ او جوړ دي.