مالیې وزارت: ګمرکونو کې د بیو د ټاکنې پروسه برېښنایي شوه

د لومړي ځل لپاره په ګمرکونو کې د قیمت ګذارۍ پروسه الکترونیکي شوه

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په لومړي ځل په ګمرکونو کې د بیو ټاکنې پروسه برېښنایي شوه.

د دغه وزارت ویاند محمد رفیع تابع نن سې شنبه(د وري ۱۷مه) ازدي راډیو ته وویل چې دا چاره د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده له لوري په لومړي وار د ننګرهار په ګمرک کې په رسمي توګه پرانېسته شوه.

ښاغلی تابع وايي، په ګمرکونو کې د بیو ټاکنه مهمه برخه ده چې له دې وړاندې دغه برخه په ۱۲ پړاوونو کې په کاغذي بڼه ترسره کېدله چې دوه یا درېیو ورځو وخت یې نیوه او اوس دغه پروسه یوازې څو ساعتونو وخت ته اړتیا لري.

د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ملي سوداګر کولی شي له دې وروسته د خپلو وارداتي توکو بیې له خپل کاري دفتره د اظهار پاڼې ډکولو له لارې وټاکي او د 'اسیکوډا' په سیسټم کې یې ثبت کړي.