ننګرهار چارواکي: خوګیاڼو کې ۹ طالبان وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي

ارشیف، ننګرهار کې افغان سرتیري د عملیاتو پر مهال

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې افغان ځواکونو تېره شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې نهه تنه وسله وال طالبان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت رسنیو څانګې نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) په یوه بیان کې وویل چې طالبانو ته دا مرګ ژوبله د خوګیاڼو په نکړخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې اوښتې ده.

بیان زیاتوي چې په نښته کې دوه افغان سرتېري هم برسېرن ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.