د امریکا د میناسوټا ایالت د مینیاپولیس ښار د پولیسو مشر منلې چې هغه افسر چې د تورپوستي جورج فلوېډ د وژنې په قضیه کې یې محاکمه روانه ده د فلوېډ پر اورمېږ د زنګون په ایښودو سره د دې ادارې له مقرراتو او اخلاقي اصولو سرغړونه کړې ده.
د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال په مې میاشت کې د مینیا پولیس د پولیسو سپین پوستي افسر دیریک چاوفین Derek Chauvin د فلوېډ د نیولو پر مهال خپل زنګون د نهو دقیقو لپاره د هغه پر اورمېږ کېښود چې په نتیجه کې یې وروسته فلوېډ سا ورکړه.
دې پېښې په امریکا او نوره نړۍ کې سخت غبرګونونه او اعتراضونه وپارول.
د مینیاپولیس د پولیسو مشر میداریا ارا دوندو هغه ادعاوې چې ګنې چاوفین د پېښې پر مهال د ورکړل شوي ټرینېنګ اصول تعقیبول رد کړي او ویې ویل چې دا کړه وړه نه د دوی د روزنې برخه ده او نه د اخلاقي مقرراتو او ارزښتونو.
چاوفین ویلي چې دی بې ګناه دی. تمه ده چې د نوموړي محاکمه به د نورو درېیو اونیو لپاره هم دوام وکړي.
چاوفین که مجرم وپېژندل شي نو ښايي د څو لسیزو لپاره د بند په سزا محکوم شي.