نی: افغانستان کې دې د خبریالانو وژنې سمدستي پای ته ورسول شي

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا 'نی' وایي، په افغانستان کې د ملکي وګړو په تېره بیا د خبریالانو وژنې باید سمدستي پای ته ورسول شي.

نی پرون د دوشنبې (د وري ۱۶مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د خبریالانو او د رسنیو د نورو کار کوونکو او د هغوی د کورنیو د غړیو وژل د ملي او نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف عمل دی.

د رسنیو د ملاتړ دا ټولنه د طالبانو په ګډون د جګړې پر نورو ښکېلو لورو غږ کوي چې پر خبریالانو دې له حملو لاس واخلي، څو د معلوماتو ورکولو کې د خبریالانو رول او د ازادو خبریالانو د ژوند د خوندیتوب مسئله یقیني شي.

نی وایي، د خبریالانو او د رسنیو د فعالانو هدفي وژنې جنګي او د بشریت ضد جرم ګڼل کېږي.

افغانستان په وروستیو میاشتو کې د خبریالانو د هدفي وژنو د زیاتوالی شاهد دی.

د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون شوی او بین الافغاني خبرې پیل شوي، لږ تر لږه لس خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په دې هیواد کې وژل شوي دي.