فراه چارواکي: د فاتحې پر مراسمو برید یو تن وژلی او ۸ نور یې ژوبل کړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د فراه چارواکي په یوه جومات کې د فاتحې د مراسمو پرمهال په یوه وسله وال برید کې د یوه کس د وژلو او اتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دغه پېښه پرون دوشنبه (د وري ۱۶مه) ماښام د فراه ښار په یوه څنډه کې رامنځته شوې ده.

د فراه د امنیې قوماندان غلام سخي غفوري د دې پېښې په اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینې سره چې د کهدانک په سیمه کې دغه پېښه رامنځته شوې. د سیمې د اوسیدونکو له خوا هم یوه تېروتنه شوې وه چې د فاتحې د دغو مراسمو په اړه یې له امنیتي چارواکو سره همغږي نه وه کړې چې ښه امنیت یې ورته نیول شوی وای."

ښاغلي غفوري دا د طالبانو کار وباله او ویې ویل چې په دې اړه څېړنه پیل شوې ده.

د طالبانو یوه سیمه ‎ییز قومندان ازادي راډیو ته د دغې پېښې مسؤلیت اخېستی، خو د دې ډلې هغو ویاندویانو چې تل له رسنیو سره خبرې کوي، تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.