د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور سرتېري له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د هرات یوه ځایي چارواکي چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته دا خبر تأیید کړ.
دغې سرچینې وویل، تېره شپه یوه بجه لسګونه طالبانو د شینډنډ ولسوالۍ د ودانۍ په څلور کیلومترۍ کې د ملي اردو پر پوستې ډلهییز برید وکړ.
د هرات والي عبدالوحید قتالي په شینډنډ کې شوې دغه جګړه تأییدوي، خو د مرګژوبلې په اړهیې څه نهوایي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.