اندونیزیا او ختیځ تېمور کې د سختو اورښتونو له کبله تر ۷۰ زیات کسان مړه شوي

ارشیف، اندونیزیا کې د اورښتونو له کبله راوتلي سېلابونه

په اندونیزیا او ګاونډي هېواد ختیځ تېمور کې د سختو اورښتونو له کبله تر ۷۰ زیات کسان مړه او په لسګونه نور کسان ورک شوي دي.

چارواکو نن وویل، بارانونه په ختیځ تېمور او د اندونیزیا په مربوطاتو کې د سختو سېلابونو د راوتلو او ځمکې ښویېدو سبب شوي دي.

وروسته له هغې چې د اندونیزیا د اډونارا ټاپو په لامینیلي کلي کې پر کورونو له یوې غونډۍ خټې وښویېدې، ژغورندویې ډلې وتوانېدې ۳۸ مړي راوباسي.

د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې محلي چارواکو ویلي، لږ تر لږه ۵ کسان ټپیان شوي دي.

بل‌خوا په اندونیزیا کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي، د دغه هېواد په نورو برخو کې هم سختو سېلابونو لږترلږه ۱۷ کسان مړه کړي او لږترلږه ۴۲ کسان لادرکه دي.

د دغې ادارې په وینا د ۵۵ کسانو مړینه لوړ شمېر دی او ښايي دا شمېر بدل شي. دغه اداره وايي ۴۲ نور کسان لا موندل شوي نه‌دي.

دغه‌راز په ختیځ تېمور کې چې د اندونیزیا او اسټرالیا ترمنځ پروت هېواد دی، ۱۶ کسان مړه شوي.