د بلغاریا صدراعظم له خپلو سیاسي مخالفانو د اتحاد غوښتنه وکړه

د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف په پارلماني ټاکنو کې د رأی ورکونې پر مهال

د بلغاریا صدراعظم چې اټکل کېږي مرکزي ښی اړخی ګوند یې ښايي پرونۍ پارلماني ټاکنې وګټي، د حکومت د تشکیل نظریې ته په اشاره له سیاسي مخالفانو د اتحاد غوښتنه وکړه.

بویکو بوریسوف پرون په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "تاسو ټولو ته زما دا پیغام دی چې اجازه راکړئ د چارو د پر مخ بیولو لپاره تر ټولو غوره کسان وټاکو. زموږ قوت زموږ په یووالي کې دی."

پرونیو ټاکنو ته تر ډېره د بوریسوف په اړه د ټولپوښتنې په سترګه کتل کېږي.

دغه سیاستوال له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د بلغاریا پر سیاست واکمن دی.

په وروستیو کې په دغه هېواد کې د حکومت پر ضد مظاهرې هم شوي او دا مهال په دغه هېواد کې د کرونا ویروس پېښې هم اوج ته رسېدلې دي.

د نظرپوښتنو له مخې د بوریسوف ګوند ښايي د ټاکنو ۲۵ فیصده وګټي چې په ۲۰۱۷م کال کې د شویو ټاکنو په نسبت کمې رایې دي، هغه وخت دغه ګوند ۳۳،۵ فیصده رایې ګټلې وې.