حنیف اتمر په کابل کې د ترکیې له سفیر د استانبول پر ناستې خبرې وکړې

د محمد حنیف اتمر او اوغوزخان ارطغرول لیدنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په تړاو د ترکیې پر جوړېدونکې ناستې د دغه هېواد له سفیر سره خبرې کړې دي.

محمد حنیف اتمر او اوغوزخان ارطغرول پرون ناوخته په کابل کې سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي اتمر د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې سولې او ثبات ته د رسېدو په هدف د ترکیې له‌خوا د غونډې کوربه‌توب مهم وباله.

دواړو لورو د غونډې په احتمالي اجنډا، د پلاوي په ترکیب، نړیوالو ګډونوالو او د ترکیې له دې غونډې د موجوده تمو په اړه بحث کړی.

تمه ده ترکیه همدا میاشت د افغانستان د سولې په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي.

روېټرز خبري اژانس بیا له ارګه د یوه ور رسېدلي سند په حواله لیکلي چې د افغان ولسمشر له‌خوا وړاندې کېدونکې طرحه درې برخې لري.

په یوه سیاسي حل لاره باندې جوړجاړی او د نړیوالو تر څار لاندې اوربند، د انتخاباتو ترسراوی او "د سولې حکومت" تأسیس او د مخته تګ لپاره د یوه قانوني چوکاټ رامنځته کول د ولسمشر غني په دې درې پړاویزه طرحه کې شاملې مهمې برخې دي.