کابل نن د کمال خان بند د پرانیستې په مناسبت د تکواندو سیالیو شاهد دی.
د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر ترهکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تکواندو فدراسیون تر اوسه پورې د کمال خان بند د پرانیستې د لمانځلو لپاره پنځه دور سیالۍ ترسره کړي. نن د تنکیو ځوانانو او ماشومانو د تکواندو لوبې کېږي چې پهکې له اتو ولایتونو ۱۲۰ لوبغاړي له یو بل سره مخ کېږي."
کمال خان بند د حمل په څلورمه پرانیستل شو.
د بند د پرانیستې په مناسبت تر دې مخکې د کرکټ ملي لوبغاړو هم په کابل، ننګرهار او کندهار کې لوبې کړې دي.