بریتانیا په پام کې لري چې د کنسرتونو او ورزشي لوبو په څېر د راټولېدنو د بیا پرانیستې لپاره د کرونا د منفي ازموینې لرل تجربه کړي.
د دغه هېواد چارواکو یکشنبه اعلان وکړ چې صدراعظم بورېس جانسون په پام کې لري د هغه څه زیات جزئیات چې د کرونا پاسپورټ بلل کېږي، دوشنبه اعلان کړي.
د بریتانیا د پاسپورټ وزیر نایجیل هوډلیسټون وویل چې د دې طرحې په لومړنیو جزئیاتو کې پاسپورټ نهشاملېږي، خو په ځای بهیې تر مراسمو مخکې او وروسته د کرونا په ټسټونو تمرکز وشي.
د پارلمان لسګونه غړو د دې پلان مخالفت کړی دی.
د بریتانیا حکومت ویلي د دغه هېواد ۴۷ فیصده خلکو د کرونا واکسین لومړی دوز اخیستی او څه باندې ۵ ملیونه کسانو دواړه دوزونه ترلاسه کړي دي.