د سعودي پاچا او ولیعهد د اردن د پاچا له وروستیو اقداماتو ملاتړ اعلان کړ

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د اردن له پاچا سره په خبرو کې له هغه ملاتړ اعلان کړی.

په اردن کې پخوانی ولیعهد کورني حبس ته اچول شوی چې ورسره د ټولو پام د اردن کورنۍ وضعې ته اوښتی دی.

د سعودي دولتي اژانس راپور ورکړی چې له پاچا عبدالله سره په خبرو کې د عربستان پاچا له هغو اقداماتو ملاتړ وکړ چې د اردن پاچا د خپل هېواد د ارامي لپاره پورته کړي.

د اردن چارواکو تور پورې کړی چې د پاچا میرني ورور او پخواني ولیعهد شهزاده حمزه بن حسین له بهرنیو ډلو سره اړیکې درلودې او د هېواد د بې‌ثباتۍ هڅې یې کولې.

شهزاده حمزه بیا د اردن رهبري مفسده بللې ده.