اشرف غني: ننګرهار ته منظور شوي ښوونکي باید ژر تر ژره وګمارل شي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ننګرهار ته منظور شوي ښوونکي وګماري.

دغه ولایت ته یوه اوونۍ مخکې څلور زره ښوونکي منظور شول چې د ښوونکو کم پوسټونه ورسره ډک شي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن په همدې مناسبت یوه وېډیویي پیغام کې وویل: "له همدې ځایه د پوهنې وزیر صاحب، د ننګرهار والي صاحب او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون ته دنده ورکوم چې ژر دې ته زمینه برابره کړي چې منظور شوي ښوونکي وګماري، واضح هدایت مې دا دی چې خوېندو ته خاصه پاملرنه وشي."

ښاغلي غني خپلو خبرو کې ننګرهار کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو او یوې پولیسې پر وژنې هم خواشيني وښوده او ویې‌ویل، دا پېښې ولس له پرمختګه نه‌شي راګرځولی.