امنیتي چارواکي وایي، تخار کې د عبیده په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسلهوال په اشکمش ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کې وژل شوي.
ښاغلی اسیر زیاتوي: "نن د طالبانو یوې ډلې د اشکمش او بند کشاه په شاوخوا پوستو باندې بریدونه وکړل، دا بریدونه امنیتي ځواکونو دفع کړل او طالبانو ته مرګژوبله واوښته، اضافي امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او لا هم ځای ځای جګړه شته."
اسیر ونهویل چې جګړه کې امنیتي ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې او که نه.
په تېره سپټمبر میاشت کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو له پيل او د اورکم لپاره له پرلهپسې غوښتنو سره سره لا هم جګړه روانه ده.
طالبانو لا د اشکمش د جګړې په اړه څه نهدي ویلي.