په نړۍ کې ملیونونه عیسویان نن د ایستر مراسم لمانځي

ارشیف، بلاروس کې د ایستر مراسمو لپاره چمتووالی

په نړۍ کې ملیونونه عیسویان نن د اپرېل څلورمه د ایستر مراسم چې د دوی اختر دی، د کرونا ویروس د محدودیتونو له نویو مقرراتو سره لمانځي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس له خلکو غواړي چې نهیلې نه‌شي.

د سنت پترز باسیلیکا په کلیسا کې به نن د پاپ فرانسېس وینا ته لږ کسان راټول شي . د معمول سره سم پاپ فرانسېس دغه اختر په واتیکان کې د سنت پترز په میدان کې د زرګونه کسانو په حضور کې لمانځي او عنعنوي وینا کوي، خو سږ کال دا مراسم په باسیلیکا کې ترسره کېږي.

پاپ فرانسېس پرون د ایستر د شپې په مراسمو کې چې خلک په‌کې ویښ پاتېږي، په خبرو کې هیله وښوده چې د ده په وینا دا توره دوره ژر ختمه شي او خلک بېرته عادي ژوند ته راوګرځي.

دغه مراسم داسې وخت لمانځل کېږي چې حکومتونو د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره په دې وروستیو کې محدودیتونه ډېر کړي دي او هم‌مهاله د واکسین پروګرامونه هم دوام لري.