د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، وسلهوال طالبان په پام کې لري چې د هېواد په لویو ښارونو کې خپلې حملې زیاتې کړي.
حیاتالله حیات پرون یکشنبه په کابل کې له لوړ رتبه امنیتي چارواکو سره په ګډ خبري کنفرانس دا خبره وکړه: "طالبان په ځانګړي ډول د ننګرهار، هرات، مزار شریف په څېر په ځینو نورو لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي د زیاتولو پلان لري. د ننګرهار، لغمان، خوست او سرپُل په ګډون په ځینو ښارونو کې یوازې د جمعې په ورځ د ماشومانو په ګډون شپږ ملکیان شهیدان شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي."
ښاغلي حیات زیاته کړه چې د لویو ښارونو د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره هیئتونه ځیني ولایتونو ته ورغلي دي.
وسلهوالو طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د څرګندونو په اړه عکسالعمل نهدی ښوولی.
د هغې موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د واشنګټن او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه، دغې ډلې په لویو ښارونو کې د حملو نهکولو ژمنه کړې وه.