شاهین قول اردو: فاریاب کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي

فاریاب کې امنیتي سرتیري

شاهین قول اردو په فاریاب ولایت کې په هوايي حملو کې لسګونه طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

په شمال کې د دېره ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي، د ګرزېوان ولسوالۍ پر سرچَکان سیمه کې په دې هوايي حملو کې د طالبانو د درېیو مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۶ وسله وال وژل شوي.

ښاغلي رضايي په یوه پیغام کې چې نن شنبه (د وري ۱۴مه) سهار یې رسنیو ته واستاوه د دې هوايي حملو هدف د طالبانو د یرغلیزو حملو مخنیوی بللی: "دا برید هغه مهال وشو چې طالب تروریستان له څو ولایتونو څخه هلته راټول شول او پر افغان امنیتي دفاعي ځواکونو او د ګرزېوان ولسوالۍ پر مرکز د برید پلان یې درلود. له نېکه مرغه د هېواد هوايي ځواک د دښمن له یرغلیزو بریدونو مخکې دوی په نښه کړل."

د شاهین قول اردو ویاند همدا راز وویل چې دې هوايي حملو کې ۳۳ تنه وسله وال طالبان سخت ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.