بغلان کې ٣٢٨زېرمې او سړې خونې جوړې شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په بغلان کې ٣٢٨زېرمې او سړې خونې جوړې شوي دي.

د بغلان د کرنې او اوبو لګولو رياست د ترويج لوى مدير عبدالمحمود غفوري نن شنبه (د وري ۱۴مه) ازادي راډیو ته وويل چې دغه ولایت کې د ٣٢٨زېرمو په جوړولو سره د زراعتي محصولاتو د ساتنې لپاره د زېرمو د نشتوالي له پلوه د بغلان د بزګرانو ستونزې هوارې شوي دي.

نوموړي وويل چې دغه سړې خونې او زېرمې د کرنې د ودې او پراختيا او د بزګرانو او بڼوالو د مالي بنسټ د پياوړتيا په مقصد جوړې شوي دي.

د غفوري په خبره د دغو زېرمو له ډلې څخه ١٠٠ زېرمې د الوګانو، ٢٠٠ زېرمې د پيازو او ٢٨ سړې خونې د بڼوالو د ميوو د ساتنې لپاره دي چې د بغلان په مرکز پلخمري ښار او ١٣ ولسواليو کې جوړې شوي دي.

په دغو پروژو ١٦٦ ميليونه افغانۍ لګول شوي دي چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له بودجې څخه ورکړل شوي دي.