د ایران اټمي موافقه؛ ویانا کې غونډه جوړېدونکې ده

د امریکا او ایران ګډ بیرغونه

په پام کې ده چې د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو استازي د اپرېل په شپږمه نېټه به په ویانا کې غونډه وکړي.

اروپايي ټولنې چې د ایران د اټمي خبرو چارې تنظیموي نن جمعه (د وري ۱۳مه) په یوه بیان کې وویل، دا پرېکړه نن د ایران او نړیوالو پیاوړو قدرتونو په ګډون په یوه انلاین غونډه کې وشوه.

بیان زیاتوي چې ایران او د نړۍ پیاوړو قدرتونو چمتووالی ښودلی چې دې موافقې ته د امریکا د راستنېدو هرکلی وکړي.

د اروپايي ټولنې، چین، فرانسې، جرمني، بریتانیا او ایران په ګډون ډلې ویلي چې د نننۍ غونډې په پای کې ګډونوالو په یوه اعلامیه کې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د احیا لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

واشنګټن ویلي دي چې د ایران اټمي موافقې ته د راستنېدو لپاره په دوه اړخیزو اقداماتو کې ګډون ته چمتو دی.

خو ایراني رسنیو د ایران د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر عباس عراقچي له قوله راپور ورکړی چې نوموړی وايي، د ۲۰۱۵ میلادي کال موافقې ته د امریکا د راستنېدو لاره اواره ده او مذاکراتو ته اړتیا نه لري.