اوپک او د تېلو نورو صادروونکو هېوادونو موافقه کړې چې د تېلو په تولید کې به په را روانو میاشتو کې تدریجي زیاتوالی راولي.
د اوپک پلس په نوم د دې ډلې مشري سعودي عربستان او روسیه کوي.
د اوپک پلس د انرژۍ وزیرانو پرون پنجشنبې(د وري ۱۲مه) په یوه بیان کې د کرونا د وبا له دورې وروسته د تېلو د تقاضا زیاتېدو ته د اشارې په ترڅ کې په نړۍ کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق په نتیجه کې د نړیوال بازار د وضعیت ښه کېدل او د پیاوړي اقتصاد په لرونکو هېوادونو کې د دې وبا له کبله له زیانمنو خلکو سره د مالي مرستو بستې مهمې وبللې.
اوپک پلس چې د تېلو د صادروونکو هېوادونو اتحادیه یا اوپک او د روسیې په ګډون نور هېوادونه په کې شامل دي په ورځ کې د شااوخوا اووه میلیونه بېرله تېلو د تولید د مخنیوي چارې تنظیموي، څو د کرونا د وبا د سرایت پر مهال د تقاضا د کمېدو په نتیجه کې د تېلو د بیو د ټیټیدو مخه ونیسي.
د اوپک پلس د غړو هېوادونو د انرژۍ د وزیرانو د وروستۍ پرېکړې پر اساس د تېلو په تولید کې به په را روانو مې او جون میاشتو کې د ورځې درې نیم لکه او په جولای میاشت کې څلور نیم لکه بېرله زیاتوالی راشي.