دوحه کې افغان مرکچي پلاوي له دیبرا لاینز سره کتلي 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز

په دوحه کې د افغانستان د دولت مذاکراتي ټیم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز او د ترکیې او قطر له استازیو سره کتلي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په ناسته کې د ترکیې د غونډې په اړه بحث وشو.

تمه ده ترکیه همدا میاشت د افغانستان د سولې په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي چې د ملګرو ملتونو له خوا به په مخه وړل کېږي.

د سولې وزارت په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر استازو په حواله راغلي، د ترکیې ناسته د دې لپاره کېږي چې د مذاکراتو روان بهیر پیاوړی او چټک کړي او تمه کېږي چې په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د افغانستان د سولې د مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي د ترکیې د غونډې د بریالي کېدو هیله ښودلې، څو په مټ یې د ده په خبره روان تاوتریخوالی ودرېږي او د افغانستان ټول خلک د سولې له ګټو برخمن شي.