د ملګرو ملتونو امنیت شورا برما کې مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی غندلی

برما کې مظاهره چیان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په برما (میانمار) کې پر سوله ییزو مظاهره چیانو د زور زیاتي او د سلګونو ملکیانو وژنه په کلکه غندلې ده.

امنیت شورا په دې اړه د رایو په اکثریت یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د یادې شورا په پرونۍ تصویب شوې اعلامیه کې د برما د ناسمې وضعې په اړه اندېښنه ښودل شوې او د مظاهره چیانو پر وړاندې د زور د کارولو او د ښځو او ماشومانو په شمول د سلګونو ملکیانو وژنه غندل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لویدیځو هېوادونو غوښتل چې دې اعلامیه کې د راتلونکو احتمالي اقداماتو په اړه یادونه شوې وای چې معمولاً د بندیزونو د لګولو معنی ورکوي، خو له دوو ورځو جلسې وروسته د برما ګاونډ او متحد چین د دې کار مخه ونیوله.

په برما کې د پوځي کودتا پر ضد خلک پاڅېدلي او حکومتي عسکرو پرې له زور زیاتي کار اخېستی دی.

عام خلک د پوځ له خوا د فبرورۍ په لومړۍ د انګ سون سوچي د منتخب حکومت د پرزولو پرضد او د ډیموکراسۍ د بیا ټینګښت په پلوۍ شعارونه ورکوي.

د وروستیو راپورونو له مخې په برما کې د حکومتي عسکرو له خوا تر دې دمه لږ تر لږه پنځه سوه کسان وژل شوي دي.