ننګرهار کې د نشه يي توکو يوه فابريکه ويجاړه شوه

ننګرهار کې د نشه يي توکو کارخونه

په ننګرهار ولایت کې د نشه يي موادو يوه فابريکه ويجاړه شوه.

له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د وري میاشتې پر ۱۱مه نېټه د هوايي ځواکونو په همکارۍ د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د هيروئینو يوه کارخونه تخريب شوه.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو ته وويل چې له دې کارخونې ۲۵۷۵ کيلو ګرامه تارياک، ۲۴۰ لېټره مورفين، سل کيلو ګرامه کېمياوي مواد او نور هغه وسايل تر لاسه شول چې د هيروئينو په جوړولو کې کار ځینې اخېستل کېده.

دا نشه يي او کېمياوي مواد تر نيولو وروسته همالته وسوځول شول، خو د دې کارخونې د ملکيت په تور تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.